په لغمان ولایت کې پر(۲۰۰) کورنېو باندې د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې
په لغمان ولایت کې پر دوه سوه کورنېو باندې د ( جرمني هېواد مرستې د افغان ماشومانو لپاره) د خیریه موسسې لخوا د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې. په دغو مرستو کې چې شپږ ډوله خوراکي توکې ( اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او چای) شاملې وې، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د تیر نظام یتیمانو، ملکي شهیدانو او اسلامي امارت یتیمانو کورنېو باندې وویشل شوې.
د یادولو وړ ده چې د مرستو د ویشلو پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ښاغلي فیض الله جواد او یادې موسسې کارکوونکو هم شتون درلود، چې یادې موسیسې مسؤلینو د یاد ریاست څخه په ښه توګه د مرستو د ویشلو خوښي څرګنده کړه، او د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره یې په راتلونکي کې هم د لا زیاتو مرستو ژمنه وکړه، همدارنګه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي فیض الله جواد هم د یادې موسیسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د دې مظلوم قشر( یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو) په لاسنیوي کې له دغه ریاست سره همکاري کوي.
.