په لغمان ولایت کې پر(۲۰۰) کورنېو باندې د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
Wed, Jul 20 2022 9:27 AM
mmd

په لغمان ولایت کې پر دوه سوه کورنېو باندې  د ( جرمني هېواد مرستې د افغان ماشومانو لپاره) د خیریه موسسې لخوا د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې. په دغو مرستو کې چې شپږ ډوله خوراکي توکې ( اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او چای) شاملې وې، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د تیر نظام یتیمانو، ملکي شهیدانو او اسلامي امارت یتیمانو کورنېو باندې وویشل شوې.

د یادولو وړ ده چې د مرستو د ویشلو پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ښاغلي فیض الله جواد او یادې موسسې کارکوونکو هم شتون درلود،  چې  یادې موسیسې مسؤلینو د یاد ریاست  څخه  په ښه توګه د مرستو د ویشلو خوښي څرګنده کړه، او د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره یې  په راتلونکي کې هم د لا زیاتو مرستو ژمنه  وکړه، همدارنګه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي فیض الله جواد هم د یادې موسیسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د دې  مظلوم قشر( یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو)  په لاسنیوي کې له دغه ریاست سره همکاري کوي.

.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS