په جينوا کنفرانس کې د کړو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۴۴
g

په جينوا کنفرانس کې د کړو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

نن چهارشنبه د چنګاښ په دويمه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت په جينوا کنفرانس کې د افغان حکومت له لوري د شويو ژمنو او د وزارت اړوند برخو کې د يادو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وکړه.

په پيل کې آغلې اندړ په جينوا کنفرانس کې د حکومت له لوري د شويو ژمنو پلې کول اړين وبلل او دا يې په نړيواله کچه د افغانستان حيثيت او باور پورې تړلې موضوع وشمېرله.

د نوموړې په خبره، چې په جينوا کنفرانس کې د نړیوالو عمده غوښتنې د فساد پر وړاندې مبارزه او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې راټيټول و، کومې چې د پلې کولو لپاره یې د نورو دولتي ادارو ترڅنګ، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ژمنتيا او پخه اراده لري.

د وزارت د خدمتونو او ملاتړ مرستيالې جميلې نورستانۍ د هېواد په کچه د معلوليت لرونکو ميرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي او توپيري چلند په تړاو عامه پوهاوی مهم وباله او په دې برخه کې يې له نورو دولتي او غير دولتي بنسټونو څخه هم د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ناستې نورو ګډونوالو هم د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پرمختګونو يادونه وکړه او د معلوليت لرونکو ميرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي، توپيري چلند او ټولګټو ځايونو ته د هغوی نه لاسرسی جدي ستونزې وګڼلې او د هواري لپاره يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS