له کوچني اختر وړاندې به د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره حقوق حواله شي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۱:۱۸
ق

له کوچني اختر وړاندې به د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره حقوق حواله شي

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مشرتابه هئيت د روژې مبارکې مياشتې په درناوي او د شهيدانو درنې ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته په کتو، پرېکړه وکړه چې د بشپړ اسنادو درلودو او د ارزونې او کتنې کميسيون څخه د سم ګڼلو په صورت کې به د نظامي شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د ۱۴۰۰م لمريز کال ټول حقوق او د ملکي شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ته د روان کال شپږو مياشتو حقوق له کوچني اختر وړاندې په يو ځايي ډول حواله کړي.

نو پر همدې بنسټ نن سه شنبه د غويي په ۷مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکې او ملاتړ مرستيالې جميلې نورستانۍ په مشرۍ د اسنادو د پروسس چارو د چټکتيا په موخه د اشر په ډول د وزارت له کارکوونکو د اسنادو د کتنې او حقونو د حواله کولو لپاره ګډه کميټه جوړه کړه، څو په روژې مبارکې مياشتې کې د بشپړ اسنادو لرونکو شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره حقوق تاديه شي.

آغلې نورستانۍ د ملکي شهيدانو له هغو درنو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو څخه، چې لا يې هم برېښنايي تذکرې نه دي اخيستې او اسناد يې نيمګړتياوې لري، وغوښتل چې اسناد تکميل کړي، څو ژر تر ژره خپل حقوق ترلاسه کړي.

يادونه: له ۱۳۸۰ هجري لمريز کال را په دېخوا د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو د اسنادو د ارزونې بهير اسانۍ ته په کتو، نژدې ټول اسناد د بشپړيدو په حال کې دي او د برېښنايي تذکرې د درلودو په صورت کې به ورته د ۱۴۰۰ھ لمريز کال ټول حقوق او له برېښنايي تذکرو پرته به ورته د شپږو مياشتو حقوق حواله شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS