د وزیر ژوندلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند ژوند لیک

mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ښاغلې ملا عبدالمجید آخند په ۱۳۳۱ لمریز کال کې چې د ۱۳۷۱ سپوږمیز کال سره سمون خوري، د کندهار ولایت په لمړۍ ناحیه کې په یوې دیندارې، عالمې او جهادي کورنې کې سترګې نړۍ ته غړولي دي. پلار يې الحاج ملا عبدالرشید آخند نومیده. ښاغلي عبدالمجید آخند لومړنۍ زده کړې یې په جومات کې پیل کړې او بیا لومړنې ښوونځي یې هماغه ځای کې لوستې دې، د ثور انقلاب په راتلو سره هېواد د شوروي یرغل سره مخ شو، چي د شوروي یرغلګرو د ظلمونو له کبله زموږ ډیري هیوادوال شهیدان، معلول او ګانډویو هېوادونو کډوالۍ ته اړ کړل شو، ښاغلي عبدالمجید آخند د ثور د انقلاب سره سم د نقشبندي طریقت مشهور شیخ رواڼي چې په حاجي بابا مشهور وه، ورسره یې بیعت وکړ،  او بیا د ډیرو افغانانو په څیر د شوروي یرغل سره سم پاکستان هېواد ته مهاجر شو، او هلته یې د اسلام د سپیڅلی دین د تبلیغ دندې پرمخ وړلې،  کله چې د شوروي یرغل په مقابل کې د جهاد اعلان وشو، نو ښاغلې عبدالمجید آخند د نورو افغانانو په څیر د سپیڅلې دین د خدمت کولو او د مقدس جهاد د ادا کولو په موخه هيواد ته راستون شو او د شوروي یرغل په مقابل کې له هیڅ ډول سرښندونو او قربانېو څخه ډډه ونکړه، او تل یې د ګران هېواد د خپلواکۍ، او اسلام دین د دفاع او ساتلو په موخه د الله تعالی د رضا و اعلا کلمة الله لپاره د مقدس جهاد ستره فریضه په لوړ عزم او ارادې په ډیرو لږو امکاناتو سره پر مخ یوړله، چې د هغې جملې څخه د کندهار ولایت پنجوایی ولسوالۍ د زنګاوت کلي کې یو جهادي مرکز چي مجاهدین په کې روزل کیده، نظامي او دیني زده کړې او د نقشبندي طریقې مراقبې وظیفې به په څلور ویشت ساعته ډول جاري ساتل کیدې، د روسانو د ماتې سره سم ښاغلې عبدالمجید آخند چې د کندهار ولایت په پنجوایې ولسوالۍ کې د مجاهدینو مسئول وه، د نورو ملګرو سره په یوې محاصره کې بند پاتې وه  چې په پایله کې یې په پښه ټپي شو،چې د ټپي کیدو له امله  یې ډیر وخت په بستر کې پاتې شو او د ډیر ټپي کیدو له امله یې یوه پښه  د الله جل جلاله په لاره کې له لاسه ورکړه، خو له دې سره سره ښاغلې عبدالمجید آخند د خپلې کلکې مبارزې او هوډ څخه چي هغه د اشغال څخه د هېواد ژغورل وه، هیڅکله  په شا نه شو او د خپل هوډ او عزم سره يې د مجاهدینو ترڅنګ مقدس جهاد ته دوام ورکړ، او بیا له مجاهدینو سره یو ځای شو، د ده پر وینا په یوه جهادي تنظیم کې چې مولوي خالص یې مشري کوله ښاغلې عبدالمجید آخند د ډلګي مشر په توګه وټاکل شو. کله چي په هېواد کې کورنې جګړې پیل شوې او د خلکو عزت او ناموس له جدي خطرونو سره مخ شو، ډیری مجاهدین ټوپک سالاران شول، د ښاغلي عبدالمجید آخند پر وینا دی هیڅکله په تنظیمي جګړو کې له جګړه مارانو سره یوځای نشو، کله چې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته شو، ښاغلی ملا عبدالمجید د کندهار ښار د ډنډ چوک په یوه نړېدلي کوټه کې له مرحوم امیر المؤمنین سره ولیدل، چې دغه وخت د اسلامي تحریک ټول جایداد یوه ډاکسن ډوله موټر او همدارنګه یوه هینو ډوله موټر و، هغه وایي: په همدې مهال ما د امیرالمؤمنین څخه د اسلحو په اړه پوښتنه وکړه، خو هغه د سلاح او امکاناتو د کمښت له امله خواشیني څرګنده کړه، په دغه وخت کې ما ورته د اسلحو دهغې زیرمې یادونه وکړه، چې ډېر وخت ما په سختو شرائطو کې دغه اسلحې له دشمن څخه پټې ساتلې وې، ورته مې وویل چې دغه سلاح له شهید ملا محمد عوض اخند سره ده،  مرحوم امیرالمؤمنین وویل چې ته او مولوی احسان الله احسان به ولاړ شی، او په ویش کې به یې ملا بورجان او ترابي صاحب ته تسلیم کړی، چې کله سهار شو ، شهید ملا احسان الله احسان په بل کار مصروف شو ، مونږ دغه سلاح په داسې حال کې چې ټوله ولسوالی او بازار له ټوپکیانو ډک وه، په ویش کې  شهید ملا بورجان  او او ترابي صاحب ته تسلیم کړه.

څه موده وروسته کله چې کندهار ښار طالبانو فتح کړ، او بیا ددغې فتحې لړی ټول افغانستان ته وغځېدله نو ښاغلی ملا عبدالمجید أخند ته ځيني مسئولیتونه ورپه غاړه شو، چې هغه یاد مسئولیتونه په ښه ایماندارۍ او ریښتینولۍ سرته رسولي دي.

ښاغلي ملا عبدالمجید أخند د امیرالمؤمنین په امر لومړی د جلال آباد د ګمرک د مسئول په توګه ټاکل شوی وه هلته یې لا پر وسپارلې دنده شروع نه وه کړې،  چې د مرحوم امیرالمؤمنین په امر د کابل ښاروالی ته د ښاروال په صفت  وټاکل شو،  شاوخوا درې نیم کاله یې د ښاروال په صفت دنده ترسره کړه، وروسته بیا د مرحوم امیر المؤمنین په امر د کندهار ګمرک ته د معاون په صفت وټاکل شو، نږدې دوه نیم کاله یې دغه دنده سرته ورسوله او بیا د مرحوم امیر المؤمنین په امر د هلمند ښاروالې د ښاروال په توګه په دنده وګومارل شو. چې له بده مرغه دا وخت هېواد د امریکایانو اشغال سره مخ شو.

په هېواد کې د اسلامي امارت د نظام له ړنګیدو او د امریکایانو د اشغال سره سم ښاغلي عبدالمجید آخند د نورو هېواد پالو او ننګیالیو افغانانو په څېر د هېواد پریښودو ته اړ شو، چې د هېواد د شل کلني اشغال په دوره کې په دارالهجرت کې له ډول ډول ستونزو او الهي آزموینو سره مخ شو، چې د اشغالګرو آمریکایانو سره د جهاد په شل کلنه دوره کې ښاغلي عبدالمجید آخند د کندهار ولایت د نظامي کمیسیون د غړي په توګه او وروسته بیا د شهیدانو او معلولینو د کیمسیون مسئول په توګه او همدارنګه کله چې د مجاهدینو د مقدس جهاد په پایله کې امریکایان په هېواد کې له ماتې سره مخ شو، او اسلامي امارت بیا واکمن شو، نو ښاغلې عبدالمجید آخند  د ښاغلي شیخ الحدیث هیبت الله آخند زاده حفظه الله د فرمان پر اساس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه وګمارل شو، چې اوس هم د هېواد د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دې.

 

د پی ډی اف فایل ډاونلوډ کړئ