د بغلان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت لخوا د شهيد اوونۍ ونمانځل شوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۰:۲۸
czc

د بغلان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت لخوا د شهيد اوونۍ ونمانځل شوه

د بغلان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيدانو روحونو د ښاد ساتلو او ثواب په نيت د قرآنکريم د ختم مراسمو ترڅنګ د شهيد اوونۍ ونمانځله.

د شهيدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې سيمه ييزو دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، ديني عالمانو، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ګډون کړی و.

د مراسمو په پيل کې د بغلان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت محترم وزير لعل الدين آريوبي د تسليت پيغام ولوستل شو.

د ښاغلي وزير صيب پيغام کې د شهيدانو د سرښندنو، قربانيو او وياړونو يادونه شوې وه او د شهيدانو د پاکو وينو پر مټ د ګټلي عزت، خپلواکۍ، عرضي تماميت او د هېواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع په وياړ د هغوی له قربانيو د درناوی ترڅنګ د يادو وياړونو د ساتنې غوښتنه هم شوې وه.

د ښاغلي آريوبي صيب په پيغام کې ولايتي آمرينو ته لارښوونه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د يوازيني مسول ادرس په توګه، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د غوره ژوند اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د مراسمو نورو ويناوالو هم د شهيدانو په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او له نوي نسل نه يې د هغوی د لاسته راوړنو او وياړونو د ساتلو غوښتنه وکړه او ناسته د شهيدانو روحونو د ښاد او ارام ساتلو په موخه د دوعا په پار د لاسونو په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS