ننګرهار کې د خونړۍ پېښې د شهیدانو د ورثې ثبتولو لړۍ پیل شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۸:۵۴
mmd

ننګرهار کې د خونړۍ پېښې د شهیدانو د ورثې ثبتولو لړۍ پیل شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په لارښوونه، د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازۍ پر مراسمو د وروستي ترسره شوي برید د شهیدانو د وارثینو د ثبتولو لړۍ د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت له لوري پیل شوه.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محمد طیب معصوم په پیل کې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د وزارت د مشرتابه د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړه او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د لارښوونې پر بنسټ به د کلنیو حقوقو ورکړې په موخه د یادې پېښې ټول شهیدان، چې قانوني سن یې پوره کړی وي، ثبت او قانوني پروسه به یې ژر بشپړه شي. نوموړي وویل، چې نن یې د ۲۴ شهیدانو کورنۍ ثبت شوې او له مراجعې وروسته به د پاتې شهیدانو وارثین هم په دې پروسه کې شامل شي.

ښاغلي معصوم وویل، چې له روغتونه تر رخصتېدو او د صحي کمېسیون له کتنې وروسته به د پېښې معلولینو ته هم رسیدګي وشي او د کلنیو حقوقو ترلاسه کولو په موخه به کتابچې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، په هېواد کې د وروستیو پېښو ټولو شهیدانو او معلولینو ته په وخت رسیدګي کوي او د حقوقو ورکړې په موخه یې هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې د ثبتولو لړۍ روانه ده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) نړيوالې مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۸
Background image

د کابل ولايت اړوند (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوه آلماني وګړي په مالي ملاتړ د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، موبایل ترمیم، سولر سیسټم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

په کابل ولایت کې (٦٩) مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نداءالخیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د سروبي ولسوالۍ اړوند (۶۹) مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق (۲۲۶۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

. . .

BACK TO NEWS