ننګرهار کې د خونړۍ پېښې د شهیدانو د ورثې ثبتولو لړۍ پیل شوه

content_admin
Mon, May 18 2020 8:54 AM
mmd

ننګرهار کې د خونړۍ پېښې د شهیدانو د ورثې ثبتولو لړۍ پیل شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په لارښوونه، د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازۍ پر مراسمو د وروستي ترسره شوي برید د شهیدانو د وارثینو د ثبتولو لړۍ د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت له لوري پیل شوه.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محمد طیب معصوم په پیل کې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د وزارت د مشرتابه د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړه او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د لارښوونې پر بنسټ به د کلنیو حقوقو ورکړې په موخه د یادې پېښې ټول شهیدان، چې قانوني سن یې پوره کړی وي، ثبت او قانوني پروسه به یې ژر بشپړه شي. نوموړي وویل، چې نن یې د ۲۴ شهیدانو کورنۍ ثبت شوې او له مراجعې وروسته به د پاتې شهیدانو وارثین هم په دې پروسه کې شامل شي.

ښاغلي معصوم وویل، چې له روغتونه تر رخصتېدو او د صحي کمېسیون له کتنې وروسته به د پېښې معلولینو ته هم رسیدګي وشي او د کلنیو حقوقو ترلاسه کولو په موخه به کتابچې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، په هېواد کې د وروستیو پېښو ټولو شهیدانو او معلولینو ته په وخت رسیدګي کوي او د حقوقو ورکړې په موخه یې هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې د ثبتولو لړۍ روانه ده.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS