په کابل ولایت کې (٦٩) مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نداءالخیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د سروبي ولسوالۍ اړوند (۶۹) مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق (۲۲۶۰) افغانۍ ترلاسه کړې.
د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا شیر محمد صمیم او د سروبي ولسوالۍ ولسوال حضور درلود.
