په لوګر ولایت کې د (۳۰۰) اړمنو کسانو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ، د (۳۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او ژمنۍ مرستې شاملې وې، په منظم ډول وویشلې.
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتی صاحب باقی بالله فضلي د خیریه مؤسسې له مرستو مننه وکړه.
