په کونړ ولایت کې یو شمېر یتیمان او معلولين د فني او حرفوي برنامو له زده کړه ئيزو پروګرامونو څخه فارغ شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۸
mmd

د کونړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ شپږ میاشتې وړاندې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۶۶) تنو مستحقو کسانو ته د موبايل ترميم، خیاطې او په نورو برخو کې روزنیز پروګرام پیل کړی وو، چې فارغ شویو کسانو ته نن د يوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.

د کونړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې په همد‌ې موخه جوړه شوې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مفتي عبید الله حقاني، د ولايت مقام د‌‌ دفتر رئيس محترم مولوي محمد امین حق پرست، د احصايې او معلوماتو رئیس محترم مولوي عبدالغفار ذکي او د‌ نورو مسؤلینو ترڅنګ د مؤسسې استازو هم شتون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS