د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو‌، پلان او تقنین چارو رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۵

د چارو د ښه سمون په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په ياد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چی په هغه کې اړوندو آمرينو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم ملا صدو خان حق‌ شناس د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست پر بنسټیز اهمیت ټینګار وکړ او زياته يې کړه: د پلان، بهرنيو اړیکو او تقنین ریاست چارې د وزارت له ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو سره تړلي دي چې دا چارې په تقنینی برخو، پلان او راپورونو او همداراز د خیریه مؤسسو له لارې د معلولینو، یتیمانو او کونډو لپاره د  مرستو په راجلبولو باندې تمرکز لري او د دې ریاست منظمې هڅې کولای شي د ټولنې د اړمن قشر لپاره د‌ لا ښه خدمتونو وړاندې کولو زمينه برابره کړي.

نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلې سپارل شوې دندې باید په بشپړ اخلاص، د الله تعالی جل جلاله د رضایت لپاره، د دندو لایحې او منظور شوي پلان له مخې په منظم ډول ترسره کړي.

همداراز محترم ملا صدوخان حق شناس کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د حاضرۍ او اداري نظم پابند پاتې شي او هره ورځ دې د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست درسي غونډو کې فعاله ونډه واخلي.

د د‌ې غونډې په پای کې د بهرنيو اړيکو‌، پلان او تقنین چارو رياست پر وړاندې د شته ستونزو د‌ حل پر لارو چارو هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په خوست ولایت کې د دې وزارت له اړوند ریاست د فعالیتونو او کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یو پلاوي چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د کابل ولایت اړوند (۴۲۵) تنو مستحقوکسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او پالیسۍ (ASPS) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو په ژوند کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او. . .

BACK TO NEWS