د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د چارو د ښه سمون په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۱۳
mmd

د اسلامي امارت د عاليقدر مشرتابه امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکمونو د ښه تطبیق او د اداري چارو د ښه سمون په موخه د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر په مشرۍ په یاد ریاست کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی هغه حکم ابلاغ شو، کوم چې په هغه کې د بیت المال په مصرف کې د احتياط کولو سپارښتنه شوې ده.

همداراز په دې غونډه کې اړوند کارکوونکو ته د  بیت المال په مصرف کې د بې ځايه او غير ضروري لګښتونو څخه د مخنيوي، د مراجعینو لخوا د هر ډول ډالېو او تحایفو اخېستلو څخه د‌ ډډه کولو، د ديني او عقيدتي مسايلو او ارزښتونو په هکله پوهاوی ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS