د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د چارو د ښه سمون په موخه غونډه ترسره شوه
د اسلامي امارت د عاليقدر مشرتابه امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکمونو د ښه تطبیق او د اداري چارو د ښه سمون په موخه د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر په مشرۍ په یاد ریاست کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی هغه حکم ابلاغ شو، کوم چې په هغه کې د بیت المال په مصرف کې د احتياط کولو سپارښتنه شوې ده.
همداراز په دې غونډه کې اړوند کارکوونکو ته د بیت المال په مصرف کې د بې ځايه او غير ضروري لګښتونو څخه د مخنيوي، د مراجعینو لخوا د هر ډول ډالېو او تحایفو اخېستلو څخه د ډډه کولو، د ديني او عقيدتي مسايلو او ارزښتونو په هکله پوهاوی ورکړل شو.
