د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر ښاغلي محمد سعید العیاش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د اسلامي همکاريو سازمان سفير ښاغلي محمد سعيد العياش له معلوليت لرونکو وګړو، يتيمانو او کونډو سره د مرستو په اړه خبرې وکړې او له يتيمانو او کونډو سره یې د یاد سازمان په استازیتوب د دیرش زرو امريکايي ډالرو مرسته وکړه.
همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني د دغه سازمان له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه: موږ ستاسو د دغو مرستو څخه قدرداني کوو او له تاسو څخه غواړو چې د دې مظلوم قشر (کونډو، یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو) غږ هغو خیریه بنسټونو او موسسو ته ورسوئ چې د اسلامي همکاریو د سازمان سره په اړیکه کې دي تر څو په دغو سختو شرایطو کې د دوی لاسنېوي او ورسره همکاري وشي.
دغه راز د اسلامي همکاريو د سازمان سفير ښاغلي محمد سعيد العياش هم له اړمنو خلکو سره د مرستو پر دوام ژمنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د ښاغلي شیخ عبدالحکیم حقاني پيغام به د اسلامي همکاريو د سازمان غړو هېوادونو ته په سمه توګه رسوي.