په غزني ولایت کې د څلور زرو اړمنو کورنېو باندې د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه
په یاده مرسته کې چي لس ډوله خوراکي توکې( اوړه، وریجي، غواړي، چای، بوره، مالګه، خرما او روح افزا) شاملې وی د (AID) خیریه بنسټ لخوا د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او اړمنو کورنېو باندی وویشل شوی.
هغو کورنېو چي دغه مرستې یې ترلاسه کړی وی د یاد خیریه بنسټ او همدارنګه د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه یې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چي د دی مظلوم قشر( معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو) سره لا زیاتې مرستې وشي.