د سيدالشهدا ښوونځي د پېښې قربانيانو ته مرستې وويشل شوې

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۷
a

د سيدالشهدا ښوونځي د پېښې قربانيانو ته مرستې وويشل شوې

۳۳غویی-۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د COMAC مؤسسې په همکارۍ د کابل په لويديځ کې پر سيدالشهدا ښوونځي د بريد قربانيانو (۱۴) کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وويشلې.

د مرستو د ويش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ او د COMAC موسسې استازي هم ګډون درلود.

آغلې اندړ د مرستو د ويش په اوږدو کې پر سيد الشهدا ښوونځي خونړۍ بريد دردوونکې وباله او د شهيدانو ورثې او متضررينو ته يې د غمشریکۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

نوموړې ټينګار وکړ، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له نورو اړونده نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو د جنګ قربانيانو ته لا زياتې مرستې را جلب کړي.

همدارنګه آغلې اندړ د وزارت اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د تثبيت پروسې، د کارتونو ويش، وثيقو او د بهرنيو تحصيلي بورسونو په ځانګړي ډول د اندونيزيا هېواد تحصيلي بورسونو کې دې د لوګر پل علم او سيدالشهدا ښوونځي پېښو قربانيانو ته لومړيتوب ورکړي او په ټولو چارو کې دې ورسره هراړخيزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS