کاپيسا ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې د پلاوي سفر

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم سلیم‌ګل شمشاد، د تهیه او تدارکاتي چارو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد شفیق شیرزاد او د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد خیبر شیرزاد شامل وو، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په ترڅ کې، د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش بهیر او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې.

یاد پلاوي په روان مالي کال کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د مشاهدې (سروې) پروسې د ترسره شوي بهیر څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د مرکز ترڅنګ د تګاب ولسوالۍ ته هم سفر وکړ، یو شمېر یتیمان او معلولین یې له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

د څارنې په پایله کې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه شوې او د حل په موخه یې د یاد ریاست مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۲۶
Background image

د غزني او میدان وردک ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو له کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتیشينو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د کورنۍ پلټنې رياست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم علي جان محمدي او محترم امین الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۴) تنو کونډو ته د خیاطۍ ماشینونه وویشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې او د هغوی لپاره د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۳۴) تنو مستحقو کونډو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۱۷
Background image

کاپيسا ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم. . .

BACK TO NEWS