کاپيسا ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې د پلاوي سفر

asad_admin
Mon, Dec 29 2025 9:17 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم سلیم‌ګل شمشاد، د تهیه او تدارکاتي چارو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد شفیق شیرزاد او د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد خیبر شیرزاد شامل وو، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په ترڅ کې، د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش بهیر او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې.

یاد پلاوي په روان مالي کال کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د مشاهدې (سروې) پروسې د ترسره شوي بهیر څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د مرکز ترڅنګ د تګاب ولسوالۍ ته هم سفر وکړ، یو شمېر یتیمان او معلولین یې له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

د څارنې په پایله کې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه شوې او د حل په موخه یې د یاد ریاست مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS