په کنړ ولايت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۲۷
mmd

د یوې خیریه مؤسسې له لوري د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز او اړوند ولسوالېو پر (۶۳۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شامل وې، ووېشل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مفتي عبیدالله حقاني د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ د یادې مؤسسې له مرستو څخه یې هرکلی وکړ چې د دې اړمن او ځوریدلي قشر لاسنيوی کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲
Background image

د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS