په زابل ولایت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۲۸
mmd

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ژوند د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم سید فضل الدین آغا حامد، د‌ یاد ریاست آمر محترم ملا احسان الله صادق او د خیریه مؤسسې استازو شتون  درلود.

محترم سید فضل الدین آغا حامد د یادې مؤسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره یې د لازیاتو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۴۷
Background image

په غزني ولایت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د غـزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۲۸
Background image

په زابل ولایت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ژوند د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره د یو میلیون (۱۶) زره او (۵۰۰) افغانیو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS