په زابل ولایت کې پر (۱۲۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د یوې خیریه مؤسسې په مالي لګښت په یاد ولایت کې پر (۱۲۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول، د ویلچرونو سربېره، هر معلول ته زر(۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.
یاد ویلچرونه د اسلامي امارت مجاهد معلولینو، ملکي او د تېرې ادارې معلولینو ته په شفاف او منظم ډول ووېشل شول.