پنځوس (۵۰) تنو مستحقو معلولینو په ننګرهار ولایت کې خوراکي توکي ترلاسه کړل
په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، د قمر خیریه بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پر (۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ووېشل شول.