د کندهارولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د حجاجو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه.

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۱۶

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د  یو شمېر شهیدانو د ورثه وو او معلولینو لپاره د حج د فریضي د اداء کولو په موخه دغه ریاست ته د ورکړل شوې سهم د قرعه‌کشي پروسه په شفاف ډول د ریاست د مسولینو په موجودیت کې ترسره شوه.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د خدماتوامور اجتماعي مدیر مولوي عبدالله ( عابدي) د قرعه کشي په مورد او ددې پروسې پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او په دې پروسه کې یې د روڼټیا او شفافیت ډاډ ورکړ.

د قرعه کشي په پایله کې (۳۰) تنه مستحق کسان بریالي اعلان شول او نورو ګډونوالو هم د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS