د کابل وروستۍ خونړۍ پېښې له قربانیانو سره یو ځل بیا د خوراکي توکو مرسته وشوه

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۰:۴۹
انځور

د کابل وروستۍ خونړۍ پېښې له قربانیانو سره یو ځل بیا د خوراکي توکو مرسته وشوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د کمک موسسې په همکارۍ د کابل خونړۍ تروریستي پېښې له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

یاد وزارت تېره ورځ هم د دغې پېښې قربانیانو ته د خپلو همکارونو په وسیله د خوراکي توکو مرسته وېشلې وه.

په دویم ځلي مرسته کې په پېښه کې زیانمنو ۲۲ نورو کورنیو سره هم پرون د اړینو خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

په دغو مرستو کې بېلابېل د اړتیا وړ خوراکي توکي شامل وو او پر ټولو متضررو کورنیو په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو ته د خپلو امکاناتو پر بنسټ عاجلې او د اړتیا وړ مرستې ورسوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS