په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
mmd

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظ الصحې توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي او د یادې موسسې استازو هم شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د کارکوونکو لپاره ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د مالیې وزارت د تفتیش برخې د استادانو لخوا ښوونیز سیمینار پيل شو، په دې سیمینار کې به. . .

BACK TO NEWS