د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست، (۵۲۲) اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه وویشله

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، د لوی اختر د لومړۍ ورځې په مناسبت، پنځه سوه دوه ویشت (۵۲۲) اړمنو کورنیو ته چې پکې یتیمان، کونډې او معلولین شامل وو، د قربانۍ غوښه وویشله.
دغه مرستې چې هرې کورنۍ ته پکې پنځه کیلو ګرامه د قربانۍ غوښه ځانګړې شوې وه، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مسؤلینو او د یادې خیریه مؤسسې استازو په حضور کې په شفاف او منظمه توګه وېشل شوې.
د غوښو د وېش پر مهال، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مسؤلینو اړمنو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د لا زیاتو مرستو د راټولولو لپاره به په جدي توګه هڅې وکړي.