د شهیدانو د ورثې او معلولینو په سکتور کې باید هر اړخیز اصلاحات رامنځته شي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۲۵
ds

د شهیدانو د ورثې او معلولینو په سکتور کې باید هر اړخیز اصلاحات رامنځته شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د امانت پروژې رییسې باربرا جیمز سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د یادې پروژې رییسې مېرمن جیمز ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاری پروسو ساده، اسانه او برېښنایي کول، فساد سره مبارزه، اصلاحاتو پراختیا او وړتیا لوړونه مهمې چارې دي او په یادو برخو کې د ملي او نړیوالو بنسټونو همکاري او مرسته اړینه ده.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د یادې پروژې د رهبرۍ لېوالتیا وستایله او دا چاره یې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته یوه غوره فرصت وګڼه، چې باید په بشپړه پاملرنه ترسره شي. ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د یادې پروژې د کاري ماموریت او موخو اسناد دې وزارت سره شریک، تر څو له کتنې وروسته د دوه اړخیزې همکاري د هوکړه لیک پر اساس همکاري پیل شي.

د یادې پروژې رییسې مېرمن باربرا جیمز وویل، چې لومړیتوب یې فساد سره مبارزه، اصلاحاتو ته پاملرنه، د کاري پروسو لنډول او وړتیا لوړونه ده. زیاته یې کړه، چې د وزارت د ځینو برخو په اړه یې خپلې لومړنۍ څېړنې ترسره کړي او چمتو دي، چې د هوکړه له لاسلیکولو وروسته په عملي ډول چارې پیل کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۱۸
Background image

لوړو زده کړو ته د معلولیت لرونکو وګړو د لارموندنې زمینه برابرول مهم ګام دی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ او د معلولینو د څېړنیز انستیتوت رییس دریا خان بهیر د (AHEAD) موسسې مسولینو سره وکتل او معلولیت لرونکو وګړو ته د زده. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

د کب نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ ونمانځل شوه

نن شنبه د (کب میاشتې ۹ نېټه) چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې سره برابره ده، د شهيدانو او معلولينو چارو د سرپرست وزير پوهنمل حمید الله فاروقي او نورو مسولینو له لوري د یوې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۶:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

نن شنبه د (کب میاشتې ۹ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه، چې مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو. . .

BACK TO NEWS