د شهیدانو د ورثې او معلولینو په سکتور کې باید هر اړخیز اصلاحات رامنځته شي

د شهیدانو د ورثې او معلولینو په سکتور کې باید هر اړخیز اصلاحات رامنځته شي
د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د امانت پروژې رییسې باربرا جیمز سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي فاروقي د یادې پروژې رییسې مېرمن جیمز ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاری پروسو ساده، اسانه او برېښنایي کول، فساد سره مبارزه، اصلاحاتو پراختیا او وړتیا لوړونه مهمې چارې دي او په یادو برخو کې د ملي او نړیوالو بنسټونو همکاري او مرسته اړینه ده.
ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د یادې پروژې د رهبرۍ لېوالتیا وستایله او دا چاره یې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته یوه غوره فرصت وګڼه، چې باید په بشپړه پاملرنه ترسره شي. ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د یادې پروژې د کاري ماموریت او موخو اسناد دې وزارت سره شریک، تر څو له کتنې وروسته د دوه اړخیزې همکاري د هوکړه لیک پر اساس همکاري پیل شي.
د یادې پروژې رییسې مېرمن باربرا جیمز وویل، چې لومړیتوب یې فساد سره مبارزه، اصلاحاتو ته پاملرنه، د کاري پروسو لنډول او وړتیا لوړونه ده. زیاته یې کړه، چې د وزارت د ځینو برخو په اړه یې خپلې لومړنۍ څېړنې ترسره کړي او چمتو دي، چې د هوکړه له لاسلیکولو وروسته په عملي ډول چارې پیل کړي.