د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند شرایطو د ښه کولو په موخه په دې وزارت کې د (HHRD) خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د ځینو نورو خوراکي موادو ترڅنګ د حفظ الصحې توکي هم شامل وو، پر (٢٠٠) تنو مستحقو يتيمانو باندې په شفاف ډول ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېشلو پر مهال د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د څارنې او ارزونې ریاست استازیو او همداراز د مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود.