په پروان ولایت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، نور خوراکي مواد او همداراز د حفظ الصحې توکي شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.
یادې مرستې د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي عبدالاحد سعد او د خیریه مؤسسې د مسؤلينو په شتون کې پر مستحقو کسانو ووېشل شوې.