د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کاپيسا ولایت له والي سره وکتل

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولايت له والي محترم قاري بریال سره وکتل، د دې کتنې پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست هم حضور درلود.

 په دې لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په درناوي سره د سپېڅلو شهیدانو او معلولینو د سرښندنو او قربانیو یادونه وشوه.

د دې لیدنې اصلي موخه هم د محترم وزیر صاحب عیادت، احوال‌پرسي او د هغه د روغتیا او ښه صحتمندي لپاره دعا وه.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کاپیسا ولايت له والي سره په جلا لیدنه کې د تېرو شلو کلونو د جهاد په ډګر کې د کاپیسا ولایت د خلکو د بې دریغه هڅو، قربانېو او ویاړلو کارنامو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د کاپیسا ولایت خلکو د وطن په ساتنه کې د پراخو قربانیو په ورکولو سره د تاریخ په پاڼو کې د تل لپاره خپل نومونه ثبت کړل.

محترم شیخ صاحب په دې کتنه کې همداراز د جهاد په دوره کې او هم په اوسني وخت کې د کاپیسا ولایت د والي د نه ستړی کېدونکو خدمتونو او هڅو ستاینه وکړه.

په ورته وخت کې د کاپيسا ولایت والي محترم قاري بریال د شهیدانو د قربانیو د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ چې باید د دوی قربانۍ هیڅکله هېرې نه شي. نوموړي همداراز وویل چې دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د خلکو او د اسلامي امارت نظام په چوکاټ کې خدمت کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

په غزني ولایت کې د شهیدانو او معلولینو له کورنيو (۱۰۸) تنه کسان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د‌ (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو له کورنيو څخه (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو ته د‌ موبایل  ترمیم، خياطۍ او په نورو برخو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

په غزني ولایت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکو ترڅنګ، نغدي مرستې ووېشلې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د بیروکراسي( کاغذ پراني ) د مخنیوي په موخه غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS