د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د یتیمانو مرستندویه نړيوالې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۴:۲۹
fd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د یتیمانو مرستندویه نړيوالې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو

نن چهارشنبه (وږې ۲۶مه)، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د همغږۍ مرستیالې صبرۍ اندړ او د یتیمانو مرستندویه موسسې مشر عبدالفتاح طیب ترمنځ، د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې، د یتیمانو مرستندویه موسسه به په هیواد کې یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره، د حرفوي زده کړو لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه برابروي، نورو نړيوالو او کورنيو مرستندویه بنسټونو ته به یتیمان، معلولین، کونډې او بې وزله کورنۍ ور پېژني.

آغلې اندړ، د یتیمانو مرستندویه نړیوالې موسسې له مشر څخه مننه وکړه، چې له جنګ ځپلو، یتیمانو او بې وزله افغانانو سره د مرستو او لاسنيوي ترڅنګ، د هغوی د ژوند ښه کولو په پار هلې ځلې کوي.

نوموړې د وزارت په استازیتوب د یتیمانو مرستندویه خیریه موسسې مشر ته د هر ډول همکاريو او ملاتړ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې ورنه د فعالییتونو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

د یتیمانو مرستندویه موسسه یو خیریه بنسټ دی او د افغانستان به ګډون د نړۍ په شپږو هېوادونو کې په رضاکارانه ډول خيريه فعالیتونه کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳۸
Background image

په غور ولایت کې د شهیدانو او معلولینو (۴۹۰) مستحقو کورنېو مرستې ترلاسه کړې

یوې خیریه مؤسسې د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۹۰) مستحقو کورنېو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې موجودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت په مرکز او اړوند ولسوالېو کې د یو شمېر یتیمانو سره له نږدې وکتل، ستونزې او غوښتنې واوریدې او هغوی باندې یې پوښاک ووېشل، نوموړي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۳۰
Background image

په نورستان ولایت کې پر سلګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي ووېشل شول

د نورستان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې پر (۴۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې ژمنۍ البسه او کمپلۍ. . .

BACK TO NEWS