د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولایت د کلدار ولسوالۍ اړوند مدیریت له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۸:۵۹
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د یاد ریاست د اړوند مدیریت له چارو څخه ارزونه ترسره کړه.

هغه همداراز د کلدار ولسوالۍ له ولسوال محترم الحاج مولوي شیرین احمد او نورو مسؤلينو سره په کتنه کې وويل: د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د مشرانو د لارښوونې سره سم پر ته له هر ډول تبعیض څخه یتیمانو، کونډو او معلولينو ته میاشتني نغدي مساعدتونه پر وخت حواله کوي.

محترم مولوي جان محمد حکمت د شهيدانو ورثه ؤ سره هم له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د هغوی قربانۍ هیڅکله هم هیرې نکړي ځکه چې د همدې قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دې.

نوموړي همداراز د شهيدانو ورثه ؤ سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د یاد مرکز اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه چې په هغه کې د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست کې د راپورونو د تحلیل او توحید نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ د لزوم دید پر اساس محترم خان افضل د دې وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست اړوند د راپورونو د توحید او تحلیل د نوي آمر په توګه د کارکوونکو د چارو. . .

BACK TO NEWS