د باميانو ولايت خلکو د دې ولایت د والي او د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس کړنې او فعالیتونه وستایل
د بامیانو ولايت ځايي اوسېدونکو د دې ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي او د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او په چارو کې یې ورته د لا زياتو برياليتوبونو هیله څرګنده کړه.