د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۳۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي عبدالله د دفتر ریاست اړوند د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمریت د نوي آمر په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.

د معرفي په غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي او یو شمېر نورو کارکوونکو شتون درلود.

په دې پروګرام کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د مسؤلیتونو د سم ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته خدمتونه باید په دقیق، منظم او پر خپل وخت وړاندې شي، د هغوی اړتیاوو ته په مناسب ډول رسیدګي وشي، ځکه چې د دې زیانمن قشر لپاره د خدمتونو وړاندې کول نه یواځې زموږ رسمي مکلفیت دی، بلکه دا د ټولو یو انساني او دیني مسؤلیت هم دی.

نوموړي له نوي آمر څخه وغوښتل چې د خپلې دندې لایحه او ورسپارل شوې مسؤلیتونه په دقت سره مطالعه کړي، خپلو کاري چارو ته پوره پاملرنه وکړي او سپارل شوې دندې په بشپړه دقت او مسؤلیت سره ترسره کړي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د وزارت د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست مسؤلیت یو امتیاز نه بلکه یو لوی امانت وباله او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو د ترسره کولو په هکله تفصیلي خبرې وکړې، نوموړي نوي آمر ته د ټاکل کیدو مبارکي وویله او له هغه یې وغوښتل چې خپلو ورسپارل شوو دندو ته پوره پاملرنه ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS