د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په یاد ولایت کې د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدي مساعدتونو د وېش په پروسه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ولایت د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو سره وکتل.
د دې لیدنې اساسي موخه، یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مرستو د وېش په پروسه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول او د ځينو شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د مثنٰی بانکي کارتونو جوړول وو.
په ورته وخت کې د تخار ولایت د عزیزي بانک څانګې مسؤلینو هم ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي تر څو یتیمان، کونډې او معلولین چې د ټولنې تر ټولو اړمن قشر دی، لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.