د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولايت د سره صليب د کمېټې له رئيس سره وکتل
د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په دې ولايت کې د سره صلیب کمېټې له رئيس محترم فتح محمد واحدي سره وکتل، په دې کتنه کې د بلخ ولايت په مرکز او ولسوالېو کې معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړولو، د ويلچرونو چمتو کولو، د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د نغدي پور ورکولو او هغوی ته د حرفوي زده کړو د زمينې برابرولو په هکله خبرې وشوې او په اړوند یې وړانیزونه شریک کړای شول.
په ورته وخت کې د بلخ ولايت د سره صلیب کمېټې رئيس هم ژمنه وکړه چې دوی به پورتنۍ غوښتنې له خپلو مسؤلینو سره شریکې کړي او یادو غوښتنو ته به پوره رسیدګي وشي.
همداراز د دې ولايت د سره صليب کميټې د ترسره شويو فعاليتونو او کړنو څخه هم ليدنه وشوه.