په ولایتونو کې دې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د رسېدنې لپاره همغږي زیاته شي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۸:۵۰
mmd

په ولایتونو کې دې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د رسېدنې لپاره همغږي زیاته شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي سره وکتل.

ښاغلي آریوبي شمیم خان کټوازي ته د نوي مسولیت مبارکي وویله او تر څنګ یې په ولایتونو کې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ او همکارۍ په لا ټینګښت هم خبرې وکړې. ښاغلي آریوبي وویل، چې ولایتونو کې دې د معلولینو د درې سلنه ګمارنې، فزیکي لاسرسي او دوی ته د نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره اړینې همکارۍ ته اړتیا ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نوې رهبرۍ کې یې د ترسره کولو لېوالتیا ډېره محسوسېږي. ښاغلي آریوبي ټینګار وکړ، چې ولایتونو کې دې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د رسېدنې لپاره همغږي زیاته شي

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته ترسره شوي خدمتونه اغېزناک وګڼل او د دوام هیله یې څرګنده کړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي او په مشترکه توګه به د دغه مستحق قشر د ستونزو د حل او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره کار وکړي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۳
Background image

رئیس امور شهدا و معلولین ولایت پکتیکا با رئیس احصائیه و معلومات آن ولایت ملاقات نمود

محترم مولوی محمد حنیف سیف ‌الخالد رئیس امور شهدا و معلولین ولایت پکتیکا به منظور رسیدگی به مشکلات موجود در تذکره های ایتام، خانم های بیوه و معلولین با محترم مولوی فیض محمد صمیم رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۱
Background image

رئيس امور شهدا و معلولین ولایت تخار با مسؤلین نمایندگی عزیزی بانک در آن ولایت ملاقات نمود

محترم قاری شمس الامین زهیر رئيس امور شهدا و معلولین ولایت تخار به منظور ایجاد سهولت های لازم در راستای پرداخت مساعدت های نقدی ماهانه به ایتام، خانم های بیوه و معلولین با مسؤلین عزیزی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۶
Background image

رئیس جدید ریاست امور شهدا و معلولین ولایت پروان رسماً معرفی و به کار آغاز نمود

بر اساس حکم مقام عالی ریاست‌ الوزراء امارت اسلامی افغانستان و به پیشنهاد وزارت امور شهدا و معلولین، محترم مولوی نیاز محمد هجرت به حیث رئیس جدید ریاست امور شهدا و معلولین ولایت پروان و. . .

BACK TO NEWS