د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس د کارکوونکو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په رامنځته کولو، په چارو کې د یو بل سره د بشپړۍ همکارۍ او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې
