د مبارکۍ پیغام

د کوچني اختر د را رسيدو په مناسبت د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د رهبري هيئت او کارکوونکو مبارکۍ پيغام!

mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت او کارکوونکي د هېواد او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني نېکمرغه اختر مبارکي وايي، او هيله من دي، چې دا اختر په هېواد کې د تلپاتې سولې او امن سبب وګرځي.

له بده مرغه په افغانستان کې بيا هم په داسې حال کې کوچنی اختر نمانځو، چې زياتره هېوادوال مو د غم په ټغر ناست دي او د خپلو خپلوانو په غم وير کوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت په هېواد کې د وروستيو پېښو له امله غمجن دي او يو ځل بيا هم د جنګ قربانيانو کورنيو او د شهيدانو ورثې ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

له شک پرته، چې د افغانستان دوښمنان همېشه کوښښ کوي، چې د ويرې او ډار په اچولو سره د افغانانو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. خو د افغانستان ټولو قومونو په ډېرې ځيرکتيا سره د دوښمنانو دسيسو ته نه وويل او د يو موټي ملت په توګه له ملي ارزښتونو او ملي ګټو څخه دفاع کوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت زياتره وخت د مطبوعاتي اعلاميو په خپرولو سره، د اختلافي مسايلو د سولييز حل، د وژنو او قتلونو مخنيوي وړانديز کړی او د جګړې له ښکيلو لوريو يې غوښتنه کړې، چې خپلې موخې دې د خبرو او تفاهم له لارې ترلاسه کړي. ځکه د جنګ دوام، ډار او وينې بهونه به هېڅکله هم کومه ډله بريا ته ونه رسوي او د يو موټي، سرلوړي او اباد افغانستان د جوړيدو مخه نه شي نيولی‌.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ژمن دی، چې د معیاري او اغيزناکو خدمتونو په وړاندې کولو سره د معلوليت لرونکو وګړو او شهيدانو ورثې لپاره کار وکړي او د فساد په له منځه وړلو، د روڼتيا ټينګښت، د خدمتونو برېښنايي کول او له اړوند ادارو سره په همغږۍ؛ د سرپناه، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کاري غرفو عادلانه ويش او نورو برخو کې د ستونزو هواري په موخه جدي هڅې او کار وکړي.

همدارنګه دغه وزارت د معلوليت لرونکو وګړو د ټولګټو ځايونو لپاره د فزيکي لاسرسي، کارموندنې، ټولنيز ادغام، زده کړو، روغتيا او حرفوي زدکړو په برخو کې لازم ګامونه پورته کړي، چې تاسو يې هم د ټولنيزو شبکو له لارې شاهدان یاست.

همداراز وزارت له نړيوالو مرستندويه موسسو سره د ګډکار او همغږۍ پر مټ د جنګ له قربانيانو سره د مرستو را جلبولو هڅه کړې، چې له ښه مرغه د روژې مبارکې مياشت کې زياتره هېوادوال له يادو مرستو برخمن شول.

له فرصت نه په ګټنې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت له ټولو هغو نړيوالو خيريه موسسو څخه، چې د روژې مبارکې مياشت کې يې د جنګ له قربانيانو او د شهيدانو وارثينو سره مرستې کړې، مننه او قدردانی کوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت د اصلاحاتو راوړلو او معياري خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ، د شهيدانو ورثې او معلولينو سره ژمنه کوي، چې د هغوی غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په لاره کې به ځنډ ونه کړي او د حقونو د ورکړې په برخه کې به د شته ستونزو د هواري لپاره هېڅ ډول هڅې دريغ نه کړي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت

 

د نابینایانو د نړیوالې ورځې (سپینې امسا) په اړه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر لعل الدین آریوبي پیغام

د افغانستان ټولو نابینا (روښان زړو) وګړو ته د دوی د نړیوالې ورځې، چې د (سپینې امسا) په نامه هم یادېږي، د زړه له تله مبارکي وایم.

دغه ورځ هر کال د اکتوبر میاشتې په ۱۵ نېټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت هم تېر کال یاده ورځ د سلګونه نابینا وګړو او پخواني اجراییه رییس په ګډون اجراییه ریاست کې ونمانځله.

د افغانستان نابینا وګړي پیاوړي او د ځانګړو وړتیاوو خاوندان دي، چې په ډېرو کمو امکاناتو او اسانتیاوو ژوند کوي او د فرصتونو په لټه کې دي. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی، چې معلولیت لرونکو وګړو په ځانګړي ډول د نابینا وګړو، د زده کړو، کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بسیاینې، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ګډون او په عامه او دولتي ځایونو کې دوی ته د فزیکي لاسرسي اسانتیا او فرصتونه برابر کړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت معلولینو په ځانګړي ډول نابینا وګړو ته د یادو فرصتونو د برابرولو په موخه مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو او د معلولیت اړوند موسسو سره د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، تر څو دوی ته په مختلفو برخو کې فرصتونه برابر کړي. وزارت وخت پر وخت د معلولینو لپاره د یادو ادارو د فعالیتونو راپور د ارزونې په موخه اخلي. یادې ادارې مسولې دي، چې نابینا وګړو ته د حرفوي او فني زده کړو، برېل خط او نورو اړینو برخو کې کار وکړي. د دې تر څنګ د معلولیت اړوندو موسسو او د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې سره هم په همغږۍ نابینا وګړو ته د دوی اړوند برخو کې د بودجې موندنې او اسانتیاوو برابرو لپاره هلې ځلې کوو.

معلولیت یوه پراخه ټولنیزه پدیده ده، چې د یوې ادارې له لوري ورته رسیدګي ستونزمنه ده، مهمه ده، چې نورې ملي او نړیوالې ادارې او عام وګړي د دوی ملاتړ او لاسنیوی خپل دیني، انساني او جداني مسولیت وګڼي او په مشترکه توګه یې ترسره کړي.

په پای کې یو ځل بیا هم د ټولنې دغه مهم قشر ته د دوی د نړیوالې ورځې مبارکي وایم او د بریاوو او پرمختګ هیله یې لرم.

د یوه سوکاله او خوشحاله افغانستان په هیله!

په درنښت

 

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د مبارکۍ پیغام

د افغانستان د وسله والو ځواکونو زړورو او پیاوړو سرتېرو!

تاسې، ستاسې درنو کورنیو او د افغانستان مبارز ولس ته د (کب د نهمې) د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د ملي ورځې مبارکي وایم.

پرته له شکه، چې د افغانستان وسله وال ځواکونه د لوړ مورال او هېوادني احساس خاوندان دي او د سیمې په کچه یو بې ساری ځواک ګڼل کېږي. د هېواد، خاورې، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس ساتنې او دفاع په مقدسه جګړه کې یې سرښندنې او اتلولۍ د ډېرې ستاینې او قدرداني وړ دي.

افغان سله وال ځواکونه زموږ ویاړونه دي، چې د خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو د دفاع په لاره کې ترهګرو او ترورېزم سره لومړۍ کرښه کې په شدیده جګړه بوخت دي او باوري یو، چې د خدای ج په فضل، خپل لوړ مورال او د ولس په دعا به بریا د دغو اسلام دوسته ځوانانو په برخه وي.

د افغانستان ټولو خلکو ته پکار ده، چې د ژغورنې له دغو سپېڅلو پرښتو بشپړ ملاتړ وکړي او له دښمن سره په سپېڅلې جکړه کې یې یوازې پرېنږدي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تېر په څېر ژمن دی، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو نه هېرېدونکو قربانیو او سرښندونو ته د درناوي په ویاړ یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ حقوق او امتیازات پر خپل وخت ورکړي، اولادونو ته یې د زده کړو او د ژوند نورې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

د سرلوړي افغانستان په هیله!

ژوندي دې وي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه!

 

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مبارکۍ پيغام!

mmd

دوشنبه_ 18 کب_ 1399

د افغانستان دولت او خلک ویاړي چې د میرمنو نړیواله ورځ نمانځي. افغان میرمنې له خپلو افغانانو وروڼو سره يو ځای د سولې، پرمختګ او هوساینې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي.

افغان میرمنو تل د تاریخ په اوږدو کې ښودلې چې کولی شي ټول محدودیتونه او ننګونې له مینځه يوسي او په ټولو برخو کې د نارینه وو سره برابر او سالم رول ولوبوي.

د ډیموکراسۍ په لسیزه کې افغان میرمنې هم د یو سوکاله او آزاد افغانستان لپاره په همغږۍ د ګډو موخو لپاره کار کوي او په ټول هیواد کې د عدالت او د قانون حاکمیت د تامینولو لپاره مبارزه کوي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو فعاله شتون د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي خوندي کوي. د سولې خبرو اترو په برخه کې د دوی ګډون په دې معنی دی چې، افغان ميرمنې د هېواد سياسي برخليک په ټاکلو کې د رغنده رول لوبولو څخه برخمنې دي. په نورو دولتي او غير دولتي سکتورونو کې یې ګډون هم د وړتیا، اعتبار او د هیواد پرمختګ لپاره ژمنتیا ښیې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري هیئت ټولو میرمنو، په ځانګړي توګه افغان معلولیت لرونکو ميرمنو ته د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون او نړيوالې ورځې په پار مبارکي وايي او په چارو کې ورته د لا برياوو هيله کوي.

بې له شکه، په افغانستان کې معلولیت لرونکې میرمنې له خورا ستونزو او ننګونو سره مخ دي؛ خو وزارت ژمن دی چې امکاناتو او سرچينو ته په کتو پر شته خنډونو، ننګونو او محدويتونو برلاسی شي او د ټولنې ياد ځوريدلي قشر لپاره د ژوند په هره برخه کې ډیر فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

په درناوي

 

د کب ۲۷مه، د خبريالانو ملي ورځې په پار د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مبارکۍ پيغام!

mmd

د کب ۲۷مه، د خبريالانو ملي ورځ دې هېواد ملي ګټو، ارزښتونو ته ژمنو او حقيقت پلټوونکو خبريالانو ته مبارک شي.

خبريال د ولس رسا غږ دی. خبريال دی چې په ملي او نړيواله کچه حقيقتونه پلټي، د وګړو له ناوړه کړنو پرده پورته کوي، د فساد او ناروا پر ضد مبارزه کوي او د ټولنې د هوساينې او عامه پوهاوي په برخه کې ستر مسووليتونه ترسره کوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د لومړی درجې مسوول په توګه، له ملي او نړيوالو رسنيو څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو په تړاو د معلوماتو خپرولو او عامه پوهاوي برخو کې يې همېشه رغنده رول لوبولی دی.

هيله ده چې بيا هم افغان او نړيوال خبريالان د افغانستان جنګ ځپلي ولس په ځانګړي ډول، د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د حقونو، په ټولنه کې هغوی ته د درناوي حاصلولو او له هغوی سره د مناسب چلند کولو لپاره د خپلو خپرونو له لارې عامه پوهاوی زيات کړي او په نشراتو کې ددې قشر لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغان خبريال د ژوند او نظر ازادۍ د خونديتوب په هيله!

پوهنمل حميدالله فاروقي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير

 

د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مبارکۍ پیغام !

mmd

روژه د رحمت، سرښندنې او بخښنې میاشت ده. په دې مبارکه میاشت کې د خدای ج د دربار دروازې د خپلو بندګانو پر مخ خلاصې دي او دوی کولای شي د مرستې او بخښنې غوښتنه وکړي. څنګه، چې په دې میاشت کې بنده ګانو ته مرستې او الهي ورکړې بې شمېره دي؛ موږ د خدای تعالی بندګان هم د خپلو اړمنو همجنسو پر وړاندې دیني او انساني مسولیت لرو، چې د دوی لاس ونیسو او په دغه مبارکه میاشت کې ورسره مرسته وکړو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ټولو حقیقي اشخاصو، بنسټونو او خیریه بنسټونو هیله کوي، چې په دغه مبارکه میاشت کې د خپلو بشردوستانه مرستو پر مهال د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي هېر نه کړي

د شهیدانو ورثه او معلولیت لرونکي وګړي د جګړې اصلي قربانیان او د دې وطن ریښتیني ساتونکي دي. دوی د د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ، حاکمیت او ملي ارزښتونو د دفاع په موخه قربانۍ ورکړې دي او دغه ویاړلی قشر پر موږ ټولو حق لري، چې همکاري او لاسنیوی یې وکړو او همدارنګه سرښندونو ته یې په درناوي قایل شو.

 

د زمری اوومه د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام

 

Image may contain: ‎one or more people, ‎text that says '‎1さ珍 افخاستاز 彩 دزمری اوومه دبيرغ دملي رخي پہ مناسبت مبارکی پيغام تولو پہ خانكري دول شهيدانو كورنيو او معلوليت وكرو (زمري اوومه بيرغ ملي رخي مباركي وايم ملي بيرغ زموب ملي هويت، ارزبت، ویاد، ملي يووالي سمبول دى ساتنه تولو مشترك ملي دى معلوليت لرونکو اود هبواد ملي كونو مننه کوو، چي ساتلو زموب خپل غري لاسه ركري اوپ لاره كي نورو قربانيو سربندونو ديو مرلوري او خان بسيا افغانستان هيله ملي نبان خواره هم چمتو دي. لعل الدين آريوبي دشهیدانو او معلولينو چارو كي دولت وزير 717‎'‎‎

 

ټولو ګرانو هېوادوالو په ځانګړي ډول د شهیدانو درنو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د (زمري اوومه) د بیرغ د ملي ورځې مبارکي وایم!

ملي بیرغ زموږ ملي هویت، ارزښت، ویاړ، عزت، حیثیت او د ملي یووالي سمبول دی؛ درناوی، ساتنه او دفاع یې د ټولو مشترک ملي مسولیت دی. د شهیدانو قدرمنو کورنیو، معلولیت لرونکو وګړو او د هېواد ملي امنیتي ځواکونو نه مننه کوو، چې د دغه ملي نښان او ارزښت لوړ ساتلو او زموږ د هوسا ژوند لپاره یې خپل سرونه نذرانه او د وجود خواږه غړي له لاسه ورکړي او په دې لاره کې نورو قربانیو او سرښندونو ته هم چمتو دي.

د یو سرلوړي او ځان بسیا افغانستان په هیله!

په درنښت

لعل الدین آریوبي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر

 


د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي د مبارکۍ پیغام

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوی او کارکوونکي د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له کبله د هېواد جلالتماب جمهور رییس، د درې ګونو قواوو مشرتابه او غړو، د افغانستان مسلمان او سوله خوښي ملت او د شهیدانو درنې ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د زړه له تله مبارکي وایي.

نېکمرغه لوی اختر د مسلمانانو د زړورتیا، صبر او زغم نښه ده. په دغو مبارکو ورځو کې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو مرسته او لاسنیوی زموږ د ټولو مشترک دیني او انساني مسولیت دی.

د یوه خوشحاله اختر او سرلوړي او ځان بسیا افغانستان په هیله!

اختر مو مبارک او نېکمرغه

په درنښت

لعل الدین آریوبي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر