پر دوکتور محمدعاطف د تروریستي برید په اړه اعلامیه!

پر دوکتور محمدعاطف د تروریستي برید په اړه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت اعلامیه!mmd

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن سهار د افغانستان جمعيت اصلاح مرکزي شورا رئيس، دوکتور محمدعاطف پر موټر ماين چاودلی او مرحوم يې شهید کړی دی.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مشرتابه، د شهید دوکتور محمدعاطف او د وروستیو پېښو د ټولو شهیدانو کورنیو، د افغانستان د جمعیت اصلاح مشرتابه، علماوو، روحانیونو او ټولو هیوادوالو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.

له شک پرته چې شهيد عاطف د هېواد په کچه لوی ديني عالم و او همېشه يې په هېواد کې د یووالي، اعتدال او سولې پلوي کوله.

روح يې ښاد او ځای يې برين جنت!