مطبوعاتي اعلامیه

پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

نن سهار د افغانستان د ولس او پوهې دښمنانو پر کابل پوهنتون ترهګریز برید وکړ، چې زموږ یو شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل. شهیدانو ته د خدای ج له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو.

پر ښوونیزو بنسټونو دغه ډول غیر انساني او تروریستي بریدونه د ټولو جګړه ییزو اصولو خلاف عمل دی، چې ترسره کوونکي به یې هیڅ کله ونه بخښل شي.

دغه برید په سختو ټکو غندو او د جګړې په اړخونو غږ کوو، چې پر ښوونیزو مرکزونو، محصلینو، زده کوونکو، عامه تاسیساتو او ولسي وګړو له بریدونو لاس واخلي، انساني کرامت ته په درنښت قایل شي او د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړي.