مطبوعاتي اعلاميه!

د کابل په لويديځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي د راکټي او موټر بم بريد په تړاو د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه!mmd

په ډېرې خواشينۍ سره یو ځل بيا د افغانستان د خلکو دوښمنانو د کابل په دشت برچي سيمه کې پر سيدالشهدا ښوونځي راکټي او موټر بم بريد وکړ، چې له امله يې د ياد ښوونځي ګڼ شمېر زده کوونکي شهيدان او ټپيان شول.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت، پر ټولګټو ځايونو او تعليمي بنسټونو بريدونه، چې اصلي قربانيان يې ماشومان، ښځې او ولسي وګړي وي؛ په کلکو ټکو غندي، دا او دې ته ورته بريدونه د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف او د هېڅ ډول توجيه وړ نه ګڼي.

دغه وزارت له ټولو جګړه‌يزو ډلو غواړي، چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او له جنګ، زورزياتي څخه لاس واخلي؛ ځکه جنګ او زورزیاتی به هيڅکله هم د دوی موخو ته مشروعيت او رسميت ور ونه وبښي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له نننۍ خونړۍ پيښې څخه، چې زياتره قربانيان يې معصوم ماشومان دي، په ژوره توګه اغيزمن او خواشینی دی او په دې مبارکه مياشت کې د بريد قربانيانو درنو کورنيو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د پيښې شهيدانو ته له الله نه برين جنت او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت