د کونډو ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه!

د کونډو ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه!

ملګرو ملتونو د روان ميلادي کال د جون مياشتې (23) مه، چې د چنګاښ دويمې نيټې سره سمون خوري؛ د کونډې نړیوالې ورځې په توګه ټاکلې ده، کومه چې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کیږي.

د کونډو ښځو نړیوالې ورځې څخه په نړۍ کې داسې مهال نمانځنه کېږي، چې په افغانستان کې د جګړو له امله هره ورځ د کونډو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

په هیواد کې روانه خونړۍ جګړه او تاوتریخوالي ډیری میرمنې کونډې او ماشومان يې یتیم کړې دي او دوام يې نږدې ټول افغانان زيانمن کړي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه باور لري او تل یې په اعلامیو کې هم ټینګار کړی، چې جګړه او تاوتریخوالی نشي کولای د جګړې ښکيلو اړخونو لپاره بنسټيز حل او بریا وي.

د سولې لپاره اوسني رامنځته شوي فرصت ته په کتو بايد ښکيل اړخونه خپلې غوښتنې، هیلې او باورونه د خبرو اترو له لارې بیان کړي، له جګړو لاس واخلي او د هیواد په ودانولو، پرمختګ او هوساینه کې برخه واخلي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کونډو ښځو ته ددې ورځې مبارکي وايي او په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت هيله کوي.

بې له شکه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د کونډو ميرمنو پر وړاندې د شته ننګونو او محدودیتونو څخه خبر دی او هڅه کوي د جګړې قربانیانو، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه وکړي او د هغوی لپاره مناسب او غوره خدمتونه وړاندې کړي.