د غمشریکۍ پیغام

د احصایې او معلوماتو ادارې د خدمتونو او اداري چارو رییس د شهادت په اړه د غمشریکۍ پیغامmmd

په ډېره خواشینۍ خبر شوم، چې نن سهار د وطن او خلکو دښمنانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د سرپرست او د بشري سرچینو رییس محمد آصف سهاک ورور محمد اسماعیل سهاک، چې د احصایې او معلوماتو ادارې د خدمتونو او اداري چارو رییس و، د کابل ښار کمپنۍ سیمه کې په شهادت رسولی دی.

انا الله و انا الیه راجعون

شهید محمد اسماعیل سهاک د لوړو زده کړو څښتن، نېک خویه او بااخلاقه انسان، د وطن یو ځوان او متعهد کادر و، چې د دې وطن او ولس د خدمت لپاره یې شپه او ورځ هلې ځلې کولې. نوموړي په زړه کې د وطن د ابادۍ او د افغان ملت د سوکالۍ او پرمختګ ډېرې هیلې درلودې؛ خو له بده مرغه نامرده دښمن یې ټولې هیلې نیمګړې کړې او دغه ژمن کادر یې په ناځوانمردانه ډول شهید کړ.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ پلاوي په استازیتوب د دغه غیر انساني عمل د غندنې تر څنګ شهید ته د ستر خدای ج له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوم او د سهاک درنې کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼم.

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې!

پوهنمل حمید الله فاروقي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست