د غمشریکۍ پیغام!

د ضيا ودان د شهادت په تړاو د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د غمشریکۍ پیغام!mmd

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن سهار د عامه نظم ساتنې ادارې وياند ضيا ودان، له دوو همکارانو سره يو ځای د هدفي وژنو په لړ کې شهيد کړل شو.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د شهيد ودان او همکارانو لپاره فردوس جنت او د کورنۍ غړو او خپلوانو لپاره يې د جميل صبر غوښتونکي دي.

له شک پرته چې ضيا ودان يو له فعالو او هېواد ته ژمنو ځوانانو څخه و، کوم چې تشه به يې هېڅکله هم ډکه نه شي.

شهيد ودان د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د اتل اړيکو مرکز کې همکار هم پاتې شوی و او دده ريښتيني خدمتونه، وطن سره مينه او اخلاص د هيريدلو نه دي.