د خواخوږۍ پيغام!

د لوګر په پل علم ښار کې د موټر بم بريد په تړاو د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د خواخوږۍ پيغام!mmd

په ډېرې خواشينۍ سره د لوګر په پل علم ښار موټر بم بريد کې، چې د هېواد دوښمنانو له لوري ترسره شو او له امله يې زيات شمېر زدکړيالان، مسافرين، ولسي وګړي او د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د کارکوونکي په ګډون پکې ګڼ شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شول.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت ددې خونړۍ پیښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، له الله تعالی څخه شهيدانو ته د برين جنت او ټپيانو لپاره د بيړنۍ روغتيا هيله کوي.

وزارت ژمن دی، چې د يادې ناوړه پيښې شهيدانو ورثې او ټپيانو ستونزو ته د قانون په چوکاټ کې پر وخت رسيدنه وکړي او د ژوند په ټولو برخو کې يې لاسنيوی وکړي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مشرتابه په دې اند دی؛ چې ترهګريزې کړۍ په دې ډول ناوړه بريدونو سره نه شي کولی، چې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي او د سولې په هکله د افغانستان د خلکو غوښتنو او ارادې ته زيان ورسوي.

دغه وزارت د دولت له ټولو مخالفينو غواړي، چې د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او خپلې غوښتنې په سولييز ډول مطرح او جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت

۱۱ عویی ۱۴۰۰ ھ لمريز کال، کابل