نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۳ - ۱۴:۵۱
mmd

نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د ځانګړو ځواکونو افسر احمد زیور سره وکتل.

ښاغلی احمد زیور د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قعطې افسر و، چې څه مهال وړاندې یې د هېواد په دفاع کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي او معلول شوی دی. نوموړي خپلې ځینې ستونزې او غوښتنې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي آریوبي د هېواد او ولس د دفاع او ترورېزم پر وړاندې جکړه کې د احمد زېور سرښندنه وستایله وویل، چې هیڅ کله به یې دا قرباني هېره نه شي او افغان ملت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او سرښندونو  قدرداني او درناوی کوي.

ښاغلي آریوبي د نظامي معلولینو او شهیدانو کورنیو ته د اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو په موخه د حکومت د نويو پلانونو او برنامو په اړه معلومات ورکړه او ډاډ یې ورکړ، چې نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي، ټولې ستونزې به یې حل او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند په کابل کې د قطر سفارت له مستشار سره وکتل

د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند په کابل کې د قطر سفارت له مستشار محترم مردیف القشوتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دې کتنې پر مهال د مالي او اداري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او د ماشومانو لپاره البسه او ځينې نور مواد شامل وو، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د یار خیریه مؤسسې له لوري پر (۲۰۰) تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۱) تنو کارکوونکو څخه د یوې روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۲۱) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه یو میاشت وړاندې د کمپیوټر د اکسل پروګرام تدریس پېل شوی. . .

BACK TO NEWS