د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دایکندي ولایت ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ځينو نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د وضعیت د ارزونې په موخه یې دایکندي ولایت ته سفر وکړ، هلته یې د دایکندي ولایت والي محترم الحاج مولوي تورجان احمدي او یو شمېر نورو مسئولینو په حضور کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.
محترم وزیر صاحب په دې لیدنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی پیغام د دایکندي ولایت ولس او په ځانګړي ډول د شهیدانو درنو کورنیو او معلولینو ته ورساوه او څرګنده یې کړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د هدایت پر اساس یې یاد ولایت ته سفر کړی دی، تر څو د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو وضعیت له نږدې وڅېړي، د هغوی ستونزې واوري او د حل لپاره یې لازم او عملي اقدامات ترسره کړي.
همداراز د دایکندي ولایت والي محترم الحاج مولوي تورجان احمدي، محترم وزیر صاحب ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې د شهیدانو له کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې لیدنه، د هغوی د احوال اخیستل او د غوښتنو اورېدل ډېر ارزښت لري. هغه ټینګار وکړ چې د یاد ولایت ولس ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید لا زیاتې هڅې وشي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د محترم وزیر صاحب د سفر د موخو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دې سفر اصلي موخه د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې لیدنه او د ریاست له چارو څخه ارزونه ده.
د یادونې وړ ده چې محترم وزیر صاحب تر دې وړاندې بامیان ولایت ته یې هم سفر کړی وو، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري وړاندې شویو خدمتونو له بهیر ارزونه ترسره کړې وه او یو شمېر شهیدانو کورنیو او معلولینو سره یې له نږدې کتلي وو.
